20 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو تاريخي اثر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل شو

کابل باختر دلړم اووه ويشتمه : د پکتيا ولايت يوه ځوان...

په مارجې ولسوالۍ کې ۱۴ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

لښکر ګاه باختر د لړم د میاشتې ۲۸ مه د هلمند...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په وروستيو تروريستي پيښوکې ورته والى ! په دغو بريدونوکې د پاکستان رول څه ډول دى؟

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه  :؛
په هېوادکې وروستي خونړۍ پيښې چې له يوې بلې سره زيات ورته والى لري؛ دغه مسئله  داسې په ډاګه کوي چې په هېوادکې ټولې تروريستي پيښې له يوې سرچينې او له يوې مرجع څخه تر حد او ترسره کيږي.
د باختر آژانس مفسر ليکي:
په تيرو شپږ ورځوکې د هېواد په بېلابېلو سيموکې په پوځي روزنيزو مرکزونو او امنيتي ځايونو په سيتماتيک او هدفمند ډول د ډار اچوونکو له خوا بريدونه شوي دي. مهمه او د خبرو وړ خبره دا ده چې دغه ټول بريدونه د تاکتيک، د بريد د څرنګوالي او د هغو وسايلو په لحاظ چې کارول شوي دي؛ زيات ورته والى لري  او له شک پرته له يوې مرجع څخه اداره او مديريت شوي دي.
دغه پيښې په داسې حال کې رامنځته کيږي چې د هېواد امنيتي ځواکونه د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې له ډار اچوونکو سره په جګړه کې د پاکستان د اردو د کومانډو له افرادو سره مخامخ شول چې پنځلس تنه دغه کومانډويان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
دغه راز هوايي ځواکونو د ننګرهار ولايت په مومند دره کې د عملياتو په بهيرکې  پاکستاني تبعه ابوطاهر باجوړي د هغه له نهو تنو تروريستو همکارانو او ملګرو سره وواژه .
په افغانستان کې پوځيانو او د دغه هېواد د اتباعو شتون د دې څرګندوى دى چې پاکستان د پخوا په شان د افغانستان د حالاتو په بحراني کولوکې لاس لري او دې ته حاضر نه دى چې په آسانۍ سره له دغه شان ماجرا غوښتنو لاس واخلي.
د افغانستان په جګړه کې د پاکستاني پوځيانو لاسوهنه او شتون هغه هم د ډار اچوونکو ترڅنګ د دغه هېواد دريدل کومه نوې خبره نه ده او يوازې د غزني ولايت اندړ او د ننګرهار ولايت اچين نه دي چې پاکستاني تروريست پالو ډګر دى. په کندز ولايت کې د سيمې خلکو او امنيتي چارواکو هم ويلي دي چې نقاب لروونکي کسان يې د کندز ولايت د امام صاحب په ولسوالۍ او د دغه ولايت په نورو ځايونوکې د طالبانو ترڅنګ ليدلي دي چې له بومي ژبې سره بلدتيا نلري،  له  چاسره خبرې نه کوي او آن د ډوډۍ خوړولو په وخت د طالبانو او د هغو له افغان همکارانو څخه لرې خوراک کوي.
له شک پرته چې دوى هم هغه پاکستانيان دي چې د طالبانو او داعشيانو په قالب کې چې په افغانستان کې تيرى کړى دى او د دغه هېواد په ويجاړولوکې بوخت  دي.
د هېواد پوځي کارپوهان په کلکه  په دې کار عقيده لري چې د تروريستي بريدونو  ترسره کول هغه هم په پوځي او زياتو امکاناتو سره د پاکستان د استخباراتو له همکارۍ پرته ناشوى کار دى.
که چيرې تروريستانو په خپلو بريدونوکې له خپلو رنجرونو او يا هاموى څخه استفاده کړې ده، هغه چاوديدونکي توکي چې په دغو بريدونوکې يې کارولي دي؛  ډير پرمخ تللي چاوديدونکي توکي دي چې يوازې د پاکستان او د هغه د پوځ په ګډون دولتونه يې په واک کې لري  .
له شک پرته د هېواد امنيتي او دفاعي بنسټونه او د ملي امنيت  بنسټ او د ملي امنيت په شوراکې چارواکي په دې ښه خبر دي چې د وروستيو تروريستي پيښو ترشا څوک ولا ړ دي.
نو خلک دې ته سترګې په لاره دي چې چوپتيا ماته شي او چارواکي د پاکستان د تيري پرخلاف د وګړني پيوستون لپاره فکر وکړي.
دغه راز نړيوالې ټولنې، امريکا او اروپا او هغو کسانو ته چې له افغانستان سره يې ستراتيژيکي پرووګرامونه لاسليک کړي دي او خپلې همکارۍ يې د ستراتيژيکي تړونونو په چوکاټ کې تنظيمې کړې دي؛ د افغانستان د خلکو  پيغام دا دى چې د دغو پروګرامونو په تطبيقولو او عملي کولو فکر وکړي.
پاى \ شکريه \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.