20 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو تاريخي اثر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل شو

کابل باختر دلړم اووه ويشتمه : د پکتيا ولايت يوه ځوان...

په مارجې ولسوالۍ کې ۱۴ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

لښکر ګاه باختر د لړم د میاشتې ۲۸ مه د هلمند...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دملي دفاع وزارت دغوڅ ملاتړ د ١٣ تنو غړو ځواکونو دوژل کيدو اوازې ردې کړې .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دلړم لومړى :
دملي دفاع وزارت وياند ددښمن ديوه نفوذي  شخص  له خوا  دلغمان ولايت په مربوطاتو کې دغوڅ ملاتړ د ١٣ غړو ځواکونو دوژل کيدو اوازې ردې کړې.
دملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال  دولت وزيري باختر اژانس  ته وويل:  ځينو رسنيو دطالبانو وياند له خولې ادعا کړې ده چې د ١٣٩٦ کال دتلې دمياشتې په ديرشمه نيټه ددښمن يوه نفوذي  سړي  ١٣ تنه بهرني ځواکونه په لغمان ولايت کې وژلي دي .
ده دغه راز وويل چې دملي دفاع وزارت دطالبانو او رسنيو دغه ادعا په بشپړه توګه ردوي او زياتوي چې دهېواد اوخلکو ددښمنانو دغه شان له درواغو ډکې ادعاګانې حقيقت نه لري او دا دمخالفانو او تروريستانو تبليغاتي پروپاګندى بولي .   ختم_ عطاالله _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.