18 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دهرات والي دانسان اودمالونودقاچاقو دمخنيوي غوښتنه وکړه

کابل \باختر دلړم دمياشتې٢٦نيټه : د هرات والي په دغه ...

په ننګرهارکې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه

کابل \باختر دلړم دمياشتې٢٦نيټه : امنيتي مامورانو نن سهار ٩...

شپاړلس تنه داعشيان په ننګرهارکې په هوايي بريدکې ووژل شول

دجلال آباد ښار \باختر دلړم دمياشتې٢٦نيټه : په ننګرهار ولايت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

شل ټنه نشه يي توکي په هرات کې وسوځول شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دلړم  نولسمه :
څه ناڅه شل ټنه نشه يي توکي په هرات ولايت کې وسوځول شول .
د ٦٠٦ انصار زون دقوماندانۍ له نشه يي توکوسره  دمبارزې مدير سمونمل احمد ضيا حافظي  باختراژانس ته وويل چې دغه نشه يي توکي دچارو دمسوولينو په وړاندې  وسوځول شول .
په هغو مراسمو کې چې له همدې امله پرځاى شوي و وينا والو دنشه يي توکو دکرکيلې ، قاچاقو او ترافيکو سره دمبارزې په لاره کې دپوليسو دهلوځلو له امله قدرداني وکړه او په دې لاره کې يې په ملي پيوستون ټينګار وکړ .
د ٦٠٦ انصار ساحوي زون دجنايي جرمونو دتحقيقاتو رييس هم دنشه يي توکو دکشف او دهغو دعاملينو دنيولو په لاره کې  ددغې قوماندانۍ دتياريو ډاډ ورکړ . دعالمانو او روحانيونو دشورا استازى داسلام دمقدس دين له نظره  دنشه يي توکو زيانونو ته اشاره  وکړه اوژمنه يې وکړه چې  دممبرونو له لارې به په دې لاره کې هراړخيز تبليغات  وشي .
دغونډې په پاى کې دپوليسو څو تنو منسوبينو ته دستاينې لوحې ورکړ شوې .
  ختم_ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.