25 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې له سلګونو جګړې ځپلو کورنيوسره مرسته .

کابل باختر د ليندي دريمه : په ننګرهار ولايت کې له...

طالبان دنشه يي توکو دتوليد کابو پنځه سوه لابراتوارونه لري .

نيويارک تايمز باختر د ليندي دريمه : دنيويارک تايمز ورځپاڼې...

په ننګرهار کې په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ١٩ تنه ووژل شول .

کابل باختر د ليندي دريمه : په ننګرهار ولايت کې ديولړ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د رکاد اوومې ناستې لومړۍ ورځ د پنخه سوه تنو په ګډون پیل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د لړم درې ويشتمه
عشق آباد – د افغانستان په اړه دسیمه ایزې اقتصادي همکارۍ کنفرانس (رکا) اوومه ناسته نن سهار د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اپاد کې پرانیستل شوه.
باخترآژانس ته په رارسيدلې خبرکې ويل شوي دي
د رکا اوومې ناستې لومړۍ ورځ د سوداګرۍ غونډې پرانیستونکي جلسې او د ښځینه سوداګرو پیاوړتیا ځانګړې غونډې سره په عشق آباد کې پیل شوه.
دې ناسته کې د افغانستان داسلامي جمهوریت لومړۍ میرمن رولا غني او د کوربه هېواد د وزیرانو کابینې مرستیال د اصلي ویناوالو، او د افغانستان او ترکمنستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیرانو، او د دواړو هېودونو د سوداګرۍ خونې رئیسانو د لوړ رتبه ویناوالو په توګه ګډون کړی و.
د کنفرانس په لومړۍ ورځ د انرژۍ، نښلونې، سیمه ایزې سوداګرۍ ته وده ورکولو، د خصوصي سکتور پراختیا او د افغانستان له لارې په ټوله آسیا کې د سوداګریزو همکاریو په اړه د کاري ډلو غونډې وشوي.
د کاري ډلو عمومي ناسته د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معینې میرمن عادلې راز او د هغې ترکمن سیال ښاغلي ویفا حاجیو په پرانیستونکي وینا سره پیل شوه.
د لومړۍ ورځې په غونډه کې د ۶۵ هېوادونو او سازمانونو استازو ګډون کړی و.
پاى- ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.