20 January 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو دوه فابريکې دړې وړې شوې

د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو دوه فابريکې دړې وړې شوې

کابل \باختردمرغومې دمياشتې٣٠ نيټه : دافغانستان په جنوب کې...

په  هلمند کې  ٦٧ تنه بنديان د طالبانوله منګولو څخه آزاد شول

په هلمند کې ٦٧ تنه بنديان د طالبانوله منګولو څخه آزاد شول

کابل \باختردمرغومي دمياشتې٣٠ نيټه : افغان کوماندو ځواکونو د هلمند...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په فراه کې دتروريستانو ډله ئيز بريد په شاوتمول شوه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د لړم درې ويشتمه :
وسله والو طالبانو تيره شپه  دفراه ولايت دبالابلوک  ولسوالۍ په ځينو سيمو او دفراه ښار دختيوان په سيمې  ډله ئيز بريدونه  ترسره کړل چې دسردروندز يان  يې وزغمله .
دملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري باختراژانس ته وويل دتيرې شپې ددولسو بجوپه شاوخوا کې يوې ډلې وسله والو طالبانو دفراه ولايت دبالابلوک  دشيوان او ددغه ولايت دمرکز ختيوان په ساحو کې دملي  اردو په پوستو  بريدونه  وکړل چې دختيوال  په ساحه کې دنښتې له امله شل تنه ډار اچوونکي ووژل شول او يوويشت تنه نور ټپيان شول او د شيوان په ساحه کې ګڼ شمير  مخالفان له  منځه وړل شوي دي . 
جنرال وزيري  تاييد کړه چې دشيوان په ساحه کې  دبريد له امله دملي اردو پنځه تنه ځواکونه شهيدان او  دوه تنه نور ټپيان شوي دي او دختيوان  په ساحه کې درې تنه شهيدان او يوتن بل ټپى شوى دى .
دغه راز دملي دفاع وزارت له خوا ساحې ته يوهيئت استول شوى دى چې موضوع په هراړخيزه توګه وڅيړي .
ددښمن دسرددقيق  زيان په اړوند به وروسته رسنيو او دافغانستان پتمنو خلکو ته معلومات ورکړ شي .
  ختم_  ف – اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.