20 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

غواړم خپل پور اداکړم

کابل باختر د تلي اته ويشتمه : يو شمير ښځې...

خپله استازي مې انتخاب کړ چې خلکو ته خدمت وکړي

کابل باختر د تلي اته ويشتمه : په قصبه...

د ولسي جرګې انتخابات سبا ترسره کيږي

کابل \ باختر د تلې دمياشتې٢٧ نيټۀ : سبا...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کابل ښار کې ديوې چاودنې مخه ونيول شوه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د لړم درې ويشتمه :
په کابل ښار کې ديوې چاودنې مخه ونيول شوه .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ تروريستي ډلو  دکابل ښاريانو  ترمنځ دويرې او وحشت دفضا دبرابرولو په مقصد غوښتل چې له يوې  څلور تايره کراچي  څخه په استفادې سره  چې دګازو دوه ډبي ، يو ماين او خڅلور پنځوس کيلوګرامه چاوديدونکي توکي پکې ځاى پرځاى کړى شوى و په کابل ښار کې تروريستي عمل ترسره کړي ټاکل شوې وه دغه بريد داستوګنې په يوه ساحه کې ترسره شي .
  دملي امنيت دلوى رياست منسوبانو په خپل وخت اقدام سره دغه ځاى پرځاى کړى شوى ماين دکابل ښار د لسمې ناحيې په مربوطاتو کې  کشف اوشنډ کړ .
دملي امنيت تحقيقاتي ټيم له ديل پرته له تخنيکي وسايلو څخه په استفادې سره ځاى پرځاى کړى شوى ماين په مسلکي ډول په ساحه کې  شنډ کړ او په کابل ښار کې يې د زړه بوږ نوونکى او خونړۍ پيښې  مخه ونيوله .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.