21 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

فرمان

فرمان

کابل باختر د وږي نهه ويشتمه : دجمهور رييس دځانګړي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هیواد په بیلابیلو سیموکې د۱۲ تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\ باختردلړم دمياشتې ٢٦نيټه :
د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو په هغو ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې ترهګرو د له منځه وړلو په موخه يې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره کړل له امله يې  ۱۲  تنه  وسله وال ترهګر ووژل شول او ۱۰ تنه نور ټپیان  شول .
دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو له خوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د غزني، کندهار، ارزګان ، هرات، بادغیس، بلخ جوزجان ، فاریاب، کندز  بغلان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شول له امله يې د  کندز ولایت د امام صاحب  په ولسوالۍ کې ۵ تنه طالب تروریستان ووژل شول، ۲ تنه ټپیان او د دښمن ۲ موټر له منځه وړل شوي دي ،  د غزني ولایت د ګیلان او مرکز اړوند سیمه کې ۳ تنه ترهګر ووژل شول او ۳ تنه ټپیان او د فراه ولایت د بالابلوک په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر ووژل شول او ۵ تنه نور ټپیان شول .
دغه راز په دغو عملیاتو کې د هلمند ولایت د ناوې په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر ووژل شو ، یو تن ټپي او د ښمن ۳ سنګرونه له منځه وړل شوي او د ارزګان ولایت مرکز اړوند ترینکوټ کې یو تن وسله وال ترهګر ووژل شو .     
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲چاڼیز او  ۱۱خاص کوماندویي عملیات  د هیواد په ۱۱ولایتونو کې ترسره سول او د افغانستان  هوایي ځواکونو  ۵۱ الوتنې  د ملي اردو  د ځواکونو  د ملاتړ په موخه ترسره کړي او ۲ هوایي ضربې د دښمن په پټنځایونو شوي دي.
پاى \ ذکرالله \

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.