په پکتيا کې ديوه موټر بم دچاودنې مخه ونيول شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٦ نيټه :
تېره شپه ناوخته د پکتيا والي شمیم خان کټوازي ترمشرۍ لاندې،  د ملي امنیت رییس او د امنیت آمر په ګډون، د پکتيا ولایت مقام      د ساتونکو، د ملي امنیت ریاست کارکوونکو او ملي پولیسو د ګردېز اړوند چوڼۍ په سيمه کې ځانګړي عمليات ترسره کړل، چې له امله یې د وسله والو مخالفينو له خوا له چاودېدونکو توکو ډک یو رینجر موټر له منځه یوړل شو.
دپکتيا ولايت دمقام درسنيو دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
دغه عمليات په وسله والو طالبانو کې د یوې نفوذي سرچينې د مالوماتو پر اساس د شپې پر ٩بجې ترسره شول، چې له امله یې  د یوه لوی وحشیانه بريد مخه ونيول شوه.
وسله والو مخالفينو غوښتل، چې په مناسب وخت کې د دغه رېنجر
موټر په وسيله په ګردېز ښار کې دموټر بم بريد ترسره کړي، او زموږ بېګناه هېوادوال ووژني.
دپکتيا والي ښاغلي شميم خان کټوازي له عملياتو وروسته وويل، چې په عملياتو کې یې د ګډون موخه د موضوع حساسیت او خپلو امنیتي ځواکونو ته ډاډ ورکول وو، چې د ولایت رهبري او ولسونه د هر ډول خطر پر وړاندې له دوی سره اوږه په اوږه ولاړ دي.
ده  پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ، چې د دوی کړنې یوازې د ولس د آزار او هېواد ورانونې سبب کيږي، نو لازمه ده، چې د افغان وژنې لړۍ ته د پای د ټکي په اېښودو سره د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
دپکتیا والي زیاته کړه، چې د تپل شوې جګړې د پر مخ  وړونکو پر وړاندې د هېواد هر بچي خپله سینه سپر کړې او دښمنان به ونه توانيږي، چې خپلو شومو موخو ته ورسيږي.
پاى \ ذکرالله \

back to top