ديارلس تنه وسله وال طالبان په لغمان کې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

دمهترلام ښار \باختر دلړم دمياشتې٢٦نيټه :
ديارلس تنه وسله وال طالبان په لغمان ولايت کې په نويو جګړوکې ووژل شول.
دغه  وسله وال طالبان په  دغه ختيځ ولايت کې  له پوځيانو سره په مخامخه جګړه کې ووژل شول .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل  په دې جګړو کې دطالبانوپه ډلې پورې اړوند يوولس تنه ډاراچوونکي ووژل شول.
ده وويل  دغه وسله وال طالبان په تيرو ٢٤ساعتو کې په لغمان کې  دپوځيانو په دوو عملياتو کې په  ووژل شول.
ويل کيږي چې په دغو  جګړو کې سرتيرو او  دسيمې اوسيدونکو ته   زيان نه        دى اوښتى.
پاى \ ذکرالله \

back to top