20 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ولسي جرګې انتخابات سبا ترسره کيږي

کابل \ باختر د تلې دمياشتې٢٧ نيټۀ : سبا...

جمهور رئیس غني د شهید ډګر جنرال عبدالمومن حسین خېل جنازې ته درناوی وکړ

کابل \باختردتلې دمياشتې ٢٧نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور...

جمهور رئیس غني د هېواد عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

کابل \باختردتلې دمياشتې ٢٧نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په مارجې ولسوالۍ کې ۱۴ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

لښکر ګاه باختر د لړم د میاشتې ۲۸ مه
د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د ميوند (۰۸) په نامه په پیل شويو چاڼيزو عملیاتو کې ۱۴ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو قومندان تورن جنرال ولي محمد احمدزي د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې په پيل شويو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې سربېره لسګونه بېلابېل ماينونه هم کشف او شنډ شوي دي.
هغه زیاتوي چې د افغان ګډو ځواکونو له خوا  پيل شوي چاڼيزعمليات په بريالیتوب سره پرمخ روان دي.
احمدزي وویل چې د دغو عملياتو په ترڅ کې به د مارجې ولسوالۍ ته پر اکمالاتو سربېره د لوی لارې او ولسوالۍ شاوخوا سيمې هم د وسله والو مخالفانو له شتون څخه پاکې شي.
د يادونې وړه ده چې د ميوند (۰۸) په نامه د ګډو افغان امنيتي ځواکون چاڼيز عملیات تېره ورځ پيل شوي چې د چارواکو پر وينا تر دې مهال په بريالیتوب سره روان دي او تر هغه به دوام وکړي،څو سيمې په بشپړ ډول د وسله والو له شتون څخه پاکې شوې نه اوسي.
پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.