19 February 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

صلاح الدين رباني دترکمنستان دبهرنيو چارو له وزير سره وکتل .

صلاح الدين رباني دترکمنستان دبهرنيو چارو له وزير سره وکتل .

کابل باختر د سلواغې نهه ويشتمه :؛ دافغانستان داسلامي جمهوريت...

 داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت خبرتيا

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت خبرتيا

کابل باختر د سلواغې نهه ويشتمه :؛ داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په سرحدي سیموکې د سرتېرو لپاره په معیاري ډول د تاسیساتود جوړولو چارې پیل شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

جلال اباد باختر د لړم د میاشتې ۲۸ مه
د هېواد په ختيځو ولایتونو کې د سرحدي سيمو سرتېرو ته په معياري ډول د تاسیساتو جوړولو چارې پيل شوې.
د پوله ساتو ځواکونو مسولين وايي چې په سرحدي سیمو کې د سرتیرو لپاره په معیاري ډول د تاسیساتو جوړولو چارې یې پیل کړي او په ګڼ شمېر سیمو کې د پوله ساتو ځواکونو لپاره بشپړې اسانتياوې هم برابرې شوې دي.
د پوله ساتو ځواکونو د لومړۍ لوا قومندان جنرال محمد ايوب حسين خېل د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې پوله ساتي ځواکونه په بشپړ  ډول په جنګي وسايلو سمبال دي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي،چې په سرحدي سیمو کې زموږ خاورې ته داخل او یا هم پر افغان خاوره تجاوز وکړي.
حسین خیل وایي، په ختیځ کې پاکستاني ځواکونه د ډیورنډ کرغېړنې کرښې څخه دې خوا نه دي
قوماندان وایي، په سرحدي سیمو توغندیز بریدونه د ډیورنډ کرښْې اخوا څخه د پاکستانیو ځواکونو له مرکزونو څخه ترسره کېږي چې له امله يې لسګونه کورنۍ کوچ کولو ته اړ کړي دي.
حسین خیل وایي،د ډیورنډ کرښې څخه توغندیز بریدونه په داسې حال کې زور اخلي،چې دوی په سرحدي سیمو کې د مخالفانو د لمنځه وړلو په موخه ځانګړي عملیات پیل کړي دي.
هغه وایي، پاکساني ځواکونو د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ اړوند د سپینې بارې په سیمه کې له یوې پوستې څخه بلې ته اغزن تار د غځولو چارې پیل کړې وې،چې د تېرو څو ورځو راهیسې یاده چاره درول شوې ده.
د یادونې وړه ده چې پر ډيورنډ کرښه د غزن تار د لګولو او د څو ورځو راهيسې د کونړ ولایت په پر يو شمېر سرحدي سيمو د پاکستان له خوا توغنديزو بریدونو د خلکو غبرګونونه راپاراولي دي.
دوی له دولت څخه غواړي چې د توغنديزو بریدونو او پر ډيورنډ کرښه د غزن تار د لګولو مخه ونیسي.
پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.