24 February 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اجرائيه رئيس د ترکيې له سفير سره وکتل

کابل \ باختردکب دمياشتې ٤ نيټه : د افغانستان داسلامي...

په ننګرهار کې د دريو تنو ډاراچوونکو وژل کيدل

جلال آباد \ باختردکب دمياشتې ٤ نيټه : درې ...

په کاپيسا کې دڅلورو تنو وسله والو مخالفانو نيول کيدل

محمودراقي \ باختردکب دمياشتې ٤ نيټه : څلور تنه وسله...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

خبرتیا

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢ نيټه :
د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز د ملي اردو د هوایي ځواکونو د ظرفیتونود بشپړتیا او لوړتیا د ساتنې په موخه د  افسرۍ او بریدملۍ په کورسونو کې د  دولسمو - څوارلسمواوملکي پوهنتونونو نارینه او ښځینه  فارغان د هوایي ځواکونو د افسرانو اکادمۍ د ښپږمي دورې لپاره مني .
د شرایطو وړ کسان کولاي شي چې د اعلان د خپریدونه د لیندۍ       ( قوس) د ۷ نیتې پورې د مرکز او ولایتونو اړوند دجلب اوجذب قوماندانیو ته ور شي .
د شمولیت شرطونه :
• د تابعیت د تذکري در لودل.
• د افسرۍ لپاره د دولسم ټولګي سند چې ۳ کلنۍ نمرې چې د ۸۰ سلنې نه کمې نه وي  او یا دملکی پوهنتونونواو انستیتونونو د فراغت سند حتمی ده.
• د اوطلب د سالمې اوبشپړې روغتیا او فزیکژ غښتلتیا خاوند وي  او په مخدره توکو اخته نه وي .
• د قد اندازه یې له ۱۷۰ سانتی متره کمه نه وي.
• د  داوطلب عمر د ۱۸ کلونو نه تر ۲۲ کلونو پورې و ي.
• په انګلیسي ژبه بلدیت ولري .
• د بریدملۍ لپاره د دولسم ټولګي او یا ملکی پوهنتونونو او انستیتونونو سند درلودل حتمي ده .
• د بریدملۍ لپاره د داوطلب سن د ۱۸ نه تر ۲۶ کلونو پورې وي .
د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو د ورثه وو لپاره لومړیتوب ورکړ کیږي ، د تحصیل په موده کې مدد معاش هم په نظر کې نیول شوی دی.
د لومړي امتحان د آزموینې نیټه د جلب او جذب قوماندنیو مسوولینو له خوا د نوم لیکنې پر مهال داوطلبانو ته  اعلان کيږي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.