19 January 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په نورستان کې دنهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

په نورستان کې دنهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د مرغومي ٢٩: ٩ تنه وسله وال طالبان په...

 په ننګرهار کې له زرو اړو کورنيو سره مرسته .

په ننګرهار کې له زرو اړو کورنيو سره مرسته .

کابل باختر د مرغومي ٢٩: په ننګرهار ولايت کې له زرو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد په ځينو ختيځو سيمو د پاکستان نوي راکټي بريدونه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

جلال آباد \باختردليندۍ دمياشتې٢٢  نيټه  :
د هېواد په ځينو ختيځو سيمو د پاکستاني پوځيانو توپچي او راکټي بريدونه يوځل بيا پيل شول.
په نوي موردکې د وروستيو  ٢٤ ساعتو په بهيرکې د نورستان، ننګرهار او د کونړ د ولايتونوپه ځينو سيمو په لسګونو توغندي لګيدلي دي خو ويل کيږي  چې د سر زيان يې نه دى اړولى .
د هېواد په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د پاکستاني پوځيانو په نويو توپچي او راکټي بريدونوکې چاته زيان نه دى اوښتى.
يوه اوونۍ مخکې د هېواد په ځينو ختيځو سيمو د پاکستان پوځيانو د راکټي او توپچي بريدونو نوې څپې پيل شوې، خو له څلوروورځو وروسته پاى ته ورسيدې.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: تېره شپه دغه بريدونه د هېواد په ختيځو سيمو د لسګونو توغنديو په لګيدوسره له سره پيل شول.
د هېواد په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو دغه قوماندان دغه راز وويل: پاکستان   له څو کلونو را په دې خوا د هېواد په ختيځ ډيورنډ کرښې ته څېرمه  په راکټي بريدونو سره غواړي دغه سيمې له استوګنې څخه تشې کړي چې له پاکستان  څخه افغانستان ته د تروريزم د ليږدونې زمينې برابرې شي .
پاى \ ج؛ \  ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.