20 April 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

شپږ ويشت تنه داعشيان په ننګرهارکې په هوايي او ځمکنيو بريدونوکې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

جلال آباد\باختردليندۍ دمياشتې٢٢  نيټه  :
د داعش د ډلې شپږ ويشت تنه غړي په ننګرهار ولايت کې په هوايي او ځمکينو بريدونوکې ووژل شول.
په دغو داعشيانو د تېرو٢٤ ساعتو په بهيرکې د ننګرهار ولايت د لعل پورې، هسکې ميني او اچين په ولسواليوکې بريدونه وشول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغو بريدونو  له امله د داعش د ډلې ٢٦ تنه غړي ووژل شول.
د يوبل خبرله مخې:
امنيتي ځواکونو نن سهار د ننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لاروکې پنځه ماينونه کشف  او شنډکړل.
د يو بل خبرله مخې:
پوځيانو په ننګرهار ولايت کې د وسلو او مهماتو د دريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شول.
دغه ډيپوګانې د لعل پورې او اچين په ولسواليوکې د ډار اچوونکو په پټنځيوکې ساتل کيدې.
له دغو ډيپوګانو څخه يوه انداز سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
سيمه ييز مقامات وايي چې داعشيانو له دغو ډيپوګانوڅخه په ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله.
پاى \ سعيده \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.