18 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزني کې د بې سندو او تورو ښېښو لرونکو موټرو استفاده منع شوه

کابل \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه : په غزني ښارکې له بې سنده...

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د آلمان له سفير سره د پژندګلوۍ کتنه وکړه

نړيوالې خبري منابع \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه : د بهرنيو چارو وزارت...

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د آلمان له سفير سره د پژندګلوۍ کتنه وکړه

نړيوالې خبري منابع \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه : د بهرنيو چارو وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پنځه ويشت تنه ډار اچوونکي په غزني کې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

غزنى \باختردليندۍ دمياشتې٢٢  نيټه  :
پنځه ويشت تنه ډار اچوونکي تېره شپه په غزني ولايت کې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو وياند ډګروال فضل خدا ابراهيم خيل باختر آژانس ته وويل   چې شپاړلس تنه ډار اچوونکي د دغه ولايت د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتوکې په هوايي بريدونوکې ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول.
دغه راز شپږ تنه نور ډار اچوونکي هغه وخت ووژل شول چې د غزني ولايت د آبند ولسوالۍ په مربوطاتوکې په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې د افغان پوځيانو له غبرګون سره مخامخ شول.
دغه راز درې تنه نور ډار اچوونکي د غزني ولايت د مقر او ده يک په ولسواليوکې  د ملي اردو له ځواکونو سره په  جګړو کې ووژل شول او شپږ تنه نورټپيان شول.
د يو بل خبرله مخې:
د ٢٠٣ تندر قول اردو منسوبينو څلور ماينونه د غزني، پکتيا او د خوست د ولايتونو له مربوطاتو څخه کشف او شنډ کړل.
پاى \ ج\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.