17 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د جمهور رییس یو تقنیني فرمان تصویب شو

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د جمهور رییس یو تقنیني فرمان تصویب شو

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٦نيټه : د مشرانوجرګې د رییس فضل هادي...

طالبانو په خواجه سبز پوش کې دوه کلي ونيول

طالبانو په خواجه سبز پوش کې دوه کلي ونيول

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٦نيټه : وسله والوطالبانو يو ځل بيا د...

يو بوشکه يي ماين کشف شو

يو بوشکه يي ماين کشف شو

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٦نيټه : د بلخ ولايت پوليسو نن...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دهېواد په بيلابيلو سيموکې داته څلويښتو تروريستانو وژل کيدل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر د ليندي درې ويشتمه :
دافغانستان ملي دفاعي  اوامنيتي  ځواکونو په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دخلکو دسر او مال دساتنې او ډار اچوونکو دځپلو په موخه دهېوادپه بيلابيلو سيموکې ګډ چاڼيز  او يرغليز عمليات ترسره کړل چې له امله يي  ددريو تنو  داعشيانو په ګډون اته څلويښت  تنه ډار اچوونکي ووژل شول  ١٧ تنه  ټپيان او څلور تنه نور نيول شوي دي .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ ،  دهېواد دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو  په دغو ګډو عملياتو کې  چې  دتوپچي او هوايي قوتونو  په ملاتړ دننګرهار ، کونړ ، غزني ، قندهار ،  روزګان  ، بادغيس او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول  له امله يې  دهلمند ولايت دمارجې  ، ناوې او ګرشک  په ولسواليو کې شل تنه تروريست  طالبان  ووژل شول اوددښمن يو موټر  سايکل  له منځه وړل شوى دى. دفارياب ولايت دخواجه سبز پوش  او شيرين تګاب  په ولسواليو کې ١١ تنه ډار اچوونکي  ووژل شول  او لس تنه  نور ټپيان شول ، دغزني ولايت د ګيلان په ولسوالۍ کې اووه تنه  ډاراچوونکي وژل شوي  اودروزګان ولايت ددهراود دخاص روزګان په ولسواليو  او ددغه  ولايت دمرکز ترينکوت په مربوطاتو کې  پنځه  تنه ډار اچوونکي وژل شوي او ددښمن  يو موټر او يو سنګر له منځه  وړل شوي دي .
دغه راز دننګرهار ولايت  دخوږياڼيو او اچين  دولسواليو  په مربوطاتو کې ددغو عملياتو په بهير کې  ددريو تنو داعشيانو په ګډون څلور تنه  ډار اچوونکي  وژل شوي او ٧ تنه نور ټپيان شوي دي ، يومشکوک نيول شوى او ددښمن يو ه قرارګاه او يو مورچل له منځه  وړل شوي دي او دبادغيس ولايت په مربوطاتو کې يو ډار اچوونکي  وژل شوى دى  او دکونړ ولايت په ناړې  ولسوالۍ کې درې تنه  ډار اچوونکي نيول شوي دي .
په تيرو څلورويشتو ساعتو کې  دهېوادپه شپږو ولايتونوکې شپږ پلان شوي چاڼيز  عمليات او  ١٧ خاص عمليات ترسره شوي او هوايي ځواکونو دملي اردو د قوتونو په ملاتړ ٧٥الوتنې ترسره کړي دي او ددښمن په ځالو يې ځپنده  ګوزارونه کړي دي .
دملي اردو ځواکونو به دهېواد ددفاعي  قوت په توګه په ټول  توان سره دخلکو دامنيت او سوکالۍ دتامينولو لپاره او ددغوتروريستانو  دپوپناه  کولو په خاطر  پياوړي  اراده  او هوډ لري .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.