19 January 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په نورستان کې دنهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

په نورستان کې دنهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د مرغومي ٢٩: ٩ تنه وسله وال طالبان په...

 په ننګرهار کې له زرو اړو کورنيو سره مرسته .

په ننګرهار کې له زرو اړو کورنيو سره مرسته .

کابل باختر د مرغومي ٢٩: په ننګرهار ولايت کې له زرو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

څلور پنځوس تنه تروريستان ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢٦  نيټه  :
د ملي  دفاع وزارت د ملي اردو ځواکونو په عملياتوکې د٥٤ تنو ډار اچوونکو د وژل کيدو خبر ورکړ.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ملي دفاعي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتوکې د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد يرغليز عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې يې ٥٤ تنه ډار اچوونکي ووژل شول  او ٢٤ تنه نور يې ټپيان شول.
دغه عمليات چې د هوايي او توپچي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، کونړ، غزني، پکتيکا ، قندهار، فارياب او د سرپل د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ له امله يې د سرپل ولايت په سانچارک ولسوالۍ کې ٢٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اته  تنه نور يې ټپيان شول. د غزني ولايت  د ګيرو او ده يک په ولسواليوکې ١٠ تنه تروريست طالبان ووژل شول اوشپږ تنه نور يې ټپيان شول او  د ننګرهار ولايت د خوږياڼيو  او هسکې مينې  په ولسواليوکې نهه تنه داعشيان  ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول او د کونړ ولايت د غازي  آباد په ولسوالۍ کې د عملياتو په بهيرکې پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او دوه تنه ټپيان شول او د قندهار ولايت په ميوندولسوالۍ کې دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او درې تنه ټپيان شول او د دښمن  يوه قرارګاه ويجاړه شوې ده .
پاى \ ج\ ذ

Last modified on Sunday, 17 December 2017 12:33

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.