اووه ويشت تنه وسله وال طالبان په هلمندکې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

لښکرګاه \باختردليندۍ دمياشتې٢٦  نيټه  :
په تيرو  ٢٤ ساعتو کې ٢٧ تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې ووژل شول.
د هلمند د والي وياند عمرځواک د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې هوايي او ځمکنيو ځواکونو د مارجې، نادعلي او د نهر سراج په ولسواليوکې     چاڼيز عمليات ترسره کړل.
ځواک زياته کړه: په دغو چاڼيزوعملياتوکې ٢٧ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول  او اته تنه نور يې ټپيان شول.
ده زياته کړه: په دغو عملياتوکې ملکي وګړو او پوځيانو ته د سر زيان نه دى اوښتى.
پاى \ ج \ ذ

Last modified on Sunday, 17 December 2017 12:33
back to top