12 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کندز ولايت د اړوندو ولسواليو او ددغه ولايت دمرکز د کلسترکولو پروګرام پيل شو

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د کندز ولايت د مرکز او...

سل انځور شوي آثار نندارې ته وړاندې شول

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د افغانستان د دوو تنو انځورګرانو...

د افغانانو د سولې طرحه د هند له سفير سره د بهرنيو چارو وزارت د سياسي معين د کتنې محور

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د جمهور رييس له فرمان سره سم په لسګونو تنه بنديان د هرات له جېل څخه ازاد شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دمرغومي يو ويشتمه :
يواويا تنه بنديان داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي  ( ص)   دنيکمرغه   ميلاد په مناسبت  د جمهوري رياست له فرمان سره سم د هرات له مرکزي جيل څخه ازاد شول .
  په دغو کسانو کې پنځه تنه ښځې هم شاملې دي .
دهرات دجيل مسوول باختراژانس ته وويل هيله ده چې نور د هرات جيل دبيابيا مجرمينو ډګر نه وي .
  د هرات دجيل مدير مل پاسوال حميد الله  صديقي دغه راز وويل چې جيل يې په روزنتون اوښوونځي بدل کړى دى   .
په همدې حال کې د هرات دڅارنوالى  دحکمونو  دتنفيذ  دڅارنوالۍ رييس ګل احمد رامش وويل د جمهوري رياست له فرمان سره سم  يواويا تنه بنديان ازاد او يوديرش تنه نور دجمهوري رياست په تخفيف  کې شامل شول .
رامش له ټولو بنديانو  څخه وغوښتل چې له خلاصون وروسته خپل عادي ژوندانه ته دوام  ورکړي او نور په جرمونو لاس پورې نه کړي .
دهرات په جيل کې  همدااوس درې زره تنه بنديان شپې سباکوي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.