21 June 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په نيمروز کې داوربند له اعلام سره ملاتړ وشو .

کابل باختر د غبرګولې ديرشمه : دنيمروز ولايت يوشمير عالمانو...

په نيمروز کې داوربند له اعلام سره ملاتړ وشو .

کابل باختر د غبرګولې ديرشمه : دنيمروز ولايت يوشمير عالمانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

شپږ اويا تنه ډار اچوونکي ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

_  کابل \باختردمرغومي دمياشتې٢٢نيټه :   
امنيتي او دفاعي ځواکونو پرون  د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د يولړ چاڼيزو عملياتو په ترسره کولو سره  شپږاويا تنه ډار اچوونکي  ووژل .
د ملي دفاع  وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د خلکو د سر اومال د ساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په خاطريولړ عمليات تر سره کړل چې، له امله يې د وسله والو طالبانو د دريو تنو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون  شپږ اويا تنه ډار اچوونکي ووژل شول او څوارلس تنه شکمن ونيول شول.
سرچينه زياتوي چې،دغه عمليات  دننګرهار، لغمان ، نورستان ، غزني ، روزګان ، هرات ، فارياب  او دجوزجان په  ولايتونو کې ترسره شوي چې، له امله يې د فارياب ولايت په دولت آباد اوپښتون کوټ  ولسواليو کې يوديرش   تنه ډار اچوونکي ووژل شول،شپږويشت موټر  سايکلونه ، د  دښمن  درې مرکزونه،  اوپه  چاوديدونکو توکو بار يو موټر له هم منځه وړل شوي دي.       پاى \ ذکرالله \

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.