17 January 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په تخار ولايت کې  ديوځانمرګي بريدګر نيول کيدل

په تخار ولايت کې ديوځانمرګي بريدګر نيول کيدل

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه : دملي امنيت دلوى رياست منسوبانو...

 دکوچنيو  پروژو په پلې کولو کې داقتصاد دوزارت داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره مرسته کوي .

دکوچنيو پروژو په پلې کولو کې داقتصاد دوزارت داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره مرسته کوي .

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه : داقتصاد وزارت دکوچنيو پرمختيايي...

پوهاند محمدر سول باوري :  دنيمروز څلې  سروې کيږي .

پوهاند محمدر سول باوري : دنيمروز څلې سروې کيږي .

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه : دنيمروز له ولايت څخه ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بلخ امنيه قوماندان په مزارشريف کې دغيرمسوولو وسله والو افرادو د شتون له امله اندېښنه څرګنده کړه.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

مزارشريف \باختردمرغومي دمياشتې٢٢نيټه :   
د بلخ  ولايت امنيه  قوماندان د دغه  ولايت له نشه يي توکو سره  د  مبارزې د پوليسو د فعاليتونو له امله خوښي څرګنده کړه.
دباختر آژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛   جنرال سيدکمال سادات  له نشه يي توکو سره د مبارزې د پوليسو  له فعاليتونو څخه خوښي څرګنده کړه  او  د   هغوى په  ژمنتوب ، صداقت او د پوليسو په مسلکي کيدو يې ټينګار وکړ.
هغه وويل چې ؛  په بلخ کې  اوس له  نشه يي توکوسره د مبارزې پوليس  يوازې په سلو کې  شل فيصده مسلکي شوي دي.
ده زياته کړه په روان کال کې  څه د  پاسه   شپږ سوه کيلوګرامه نشه يي توکي            او الکولي مشروبات کشف اوپه  اړونديې ٦٩ تنه نيول  شوي دي.
د بلخ امنيه قومداندان په مزارشريف  په  ښارکې د غيرمسوولو وسله والوکسانو دپوځي قرارګاو شتون  او د نشه يي توکو د قاچاقو په  اړوند خپله انديښنه څرګنده کړه  او ويې ويل ؛ چې د امنيت تامينولو او د غيرمسوولو افرادو دمرکزونو د له منځه وړلو په خاطر په  بلخ ولايت کې له  ټولو امنيتي ارګانونو څخه يو ګارنيزيون جوړ شوى دى.
ده د بلخ  ولايت دامنيتي حوزو ټولو آمرانو ته  خبر دارى ورکړکه چيرې د يوې  مياشتې په دننه کې  دغيرمسوولو افرادو دتګ راتګ ، وسله والو غلاو  او د تورو ښيښوموټر دتګ راتګ مخه ونه نيسي، له خپلو دندو څخه به  لرې شي.
پاى \ ذکرالله \  

Last modified on Friday, 12 January 2018 16:27

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.