17 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  د سمنګانو څارنوالۍ ته د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د پنځو تنو موقتي کارکوونکو معرفي کېدل

د سمنګانو څارنوالۍ ته د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د پنځو تنو موقتي کارکوونکو معرفي کېدل

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٥نيټه : د سمنګانو ولايت د انتخاباتې شکايتونو...

نهه کيلومتره سړک په غزني کې جوړيږي

نهه کيلومتره سړک په غزني کې جوړيږي

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٥نيټه : د نهو کيلو متره مواصلاتي سړک...

په بلخ کې د څلورو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

په بلخ کې د څلورو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٥نيټه : څلور تنه وسله وال طالبان تېره...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

٧ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٩ تنه نور ټپيان شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د مرغومي ٢٩:
دلغمان ولايت په مربوطاتو کې پرون دسيلاب _ ١٩ په نامه دګډو پوځي عملياتوپه بهير کې يوشمير کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول .
د٢٠١سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو  دلومړى پلې لوا  منسوبانو له نورو ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو ، ملي پوليسو او دملي امنيت له منسوبانو سره په همغږۍ  کې دلغمان ولايت دمرکز د شمال ختيځ په مربوطاتو کې دسيلاب _  ١٩ په نامه ګډ  محاربوي عمليات ترسره کړل .
دغه عمليات دامنيت دلازيات ټينګښت او دښې حکومتوالۍ  په مقصد ترسره شول چې په بهير کې  يې دبصرام ،  بديع اباد ، لکندو ، پهوان کلى ، سيد قلعه ، ګل اباد کلى  او دتماسيانو کلي  د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي .
دغه راز ددغو عملياتو په دوام دهوايي، توپچي او دپليو ځواکونو د ګوزارونو له امله  ٧ تنه ډار اچوونکي وژل شوي  ٩ تنه ټپيان او يومشکوک  له يوې پاکستاني تومانچې او يوه موټرسايکل  سره ونيول شو .
  ختم_ ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.