23 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين په کابل کې داروپا داتحاديې  له سفير سره وکتل .

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين په کابل کې داروپا داتحاديې له سفير سره وکتل .

کابل باختر د غبرګولي دويمه : دبهرنيو چارو وارت سياسي معين...

 دترانسپورت  دوزارت وياند: دملي بـس  ٣٥٠ زاړه موټرونه  ترميميږي .

دترانسپورت دوزارت وياند: دملي بـس ٣٥٠ زاړه موټرونه ترميميږي .

کابل باختر د غبرګولي دويمه : دترانسپورت وزارت وياند حکمت الله...

 په کندز  ولايت کې  دورقي تذکرو دويشلو بهير په ښه توګه  پرمخ  ځي .

په کندز ولايت کې دورقي تذکرو دويشلو بهير په ښه توګه پرمخ ځي .

کابل باختر د غبرګولي دويمه : ٣٨٠٠٠ تنه کندزيان تذکرې ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

يوشمير غوره شخصيتونه او ځوانان وستايل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د مرغومي ٢٩:
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دپکتيکا دځوانانو متحدې شورا او دافغانستان دځوانانو  متحد بنسټ پرون دحکومت داطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې  د ١٣٩٦  کال دغوره شخصيتونو دستاينې  ترعنوان لاندې په يو ګډ کنفرانس کې دستاين ليکونو په ورکولو سره يوشمير غوره شخصيتونه  او ځوانان وستايل .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دغه ستاين ليکونه په دوو برخو کې  ( غوره شخصيتونه  او غوره ځوانان )    ټولټال  په هغو دوه څلويښتو  تنو ځوانانو وويشل شول   چې په دولتي پستونو ،  خصوصي  موسسو ،  مدني ټولنې  او دکورنى پانګونې  په برخو کې  يې وړتيا ښودلې وه .
په دې پروګرام کې يوشمير هغه سرتيرى چې دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو په استازيتوب  ګډون کړى و  دخاصې  ستاينې وړ وګرځيدل .  او دکنفرانس ټول برخه وال  دهېواد دوسله وال  پوځ دسرښندنو په درناوي څو شيبې ودريدل .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات چې دځوانانو دهڅونې ددغې غونډې برخه وال و ، وويل چې دغوره ځوانانو او شخصيتونو دقدردانى دپروګرام بهير به له کابل  څخه نورو ولايتونو ته هم پراختياومومي او هغه ځوانان به چې د هېواد په ولايتونوکې يې وړتيا ښودلې ده ، په ورته پروګرامونو کې وستايل شي .
  ختم_ عطاالله – اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.