21 February 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دفراه په بزګرانو  تراکتورونه وويشل شول .

دفراه په بزګرانو تراکتورونه وويشل شول .

کابل باختر د کب لومړى : نهه تراکتورونه ...

 په بدخشان کې څلور روغتيايي مرکزونه روغتون ته لوړ شول .

په بدخشان کې څلور روغتيايي مرکزونه روغتون ته لوړ شول .

کابل باختر د کب لومړى : دبدخشان دڅلورو ولسواليو روغتيايي مرکزونه...

  دننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنه .

دننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنه .

کابل باختر د کب لومړى : دننګرهار ولايت دمرکز جلال اباد...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دهېواد په ختيځ کې دوسله والو طالبانو او داعشيانو په سنګرونو دافغان ځانګړو ځواکونو دمرګانيو بريدونو دوام .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د مرغومي ٢٩:
دهېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې دداعش او دوسله والو طالبانو دډلو په لسګونو تنه غړي ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې ځمکني او هوايي بريدونه شوي دي
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو  يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې په نويو بريدونوکې  دڅو تنو پاکستاني تروريستانو په ګډون ددغو ډار اچوونکو ډلو  ١٩ تنه غړي وژل شوي او په لسګونو تنه نور ټپيان شوي دي .
  ده وويل چې په دغو ډار اچوونکو دننګرهار ولايت دهسکې مينې  ، غني خيلو ، کوټ ، روداتو او داچين دولسواليوپه مربوطاتو کې  بريدونه شوي دي .
درارسيدلو خبرونوله مخې،  په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څو مرکزونه او پټنځي  له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
پوځي مقامات وايي چې ډار اچوونکي د ډيورنډ  له کرښې  څخه په را اوښتو او دپاکستان داستخباراتو دسازمان په مستقيم  ملاتړ سره  افغانستان ته راځي او په ډار اچوونکو بريدونو لاس پورې کوي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې  امنيتي مامورانو نن سهار د ننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو  لارو کې څلور ماينونه کشف او شنډ کړل  په خبرکې زياته شوې ده چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو دجنګي  وسايلو ددوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي
په دغو  ډيپوګانو کې يوه اندازه  سپک او  درانده جنګي وسايل  ترلاسه شوي دي .   ختم_  عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.