15 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د اسلامي همکاريو دسازمان له سفير سره وکتل

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه : د بهرنيو چارو وزارت...

خبرتيا

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه : تحصيلي بورسونو ته د...

مډال راوړونکي وستايل شول

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه : په سمنګانو ولايت کې مډال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په غزني کې دسراسري امنيت په تامينولو باندې ټينګاروشو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

غزني \باخترد سلواغې ٢ نيټه  :
دغزني ولايت داتلس ګونو ولسواليو  دولسوالانو ، امنيه قوماندانانو او دملي
امنيت دمديرانو  غونډه په دې وروستيو وختو کې  جوړه شوه.
دغه  غونډه  د ٢٠٣ تندر قول اردو  او د ٣٠٣ سپين غر زون دقوماندانانو په    رهبرۍ په  جنوب  ختيځ زون کې  جوړه شوه.
دغزني والي عبدالکريم متين په دې غونډه کې   ددښمنانو دبريدونو په شنډولو کې دولسواليو دملکي او نظامي مسوولانو د ښو کړنو اوفعاليتونو په ستاينې سره   ددغې  ګډې غونډې موخه  دامنيتي ګواښونو  ، دتشکيلاتو دکمښت  او  دنظامي تجهيزاتو تشخيص او دستونزو دلرې کولو په لاره کې دلارو چارو لټول  اوپه ولسواليو کې  دامنيتي ساحو پراخول وبلل او  زياته يې کړه  ؛ پوځي عمليات ترهغه وخته پورې نه شي کيداى اغيزمن  وي  چې ملکي بنسټونو خلکو ته دخدمتونو دوړاندې کولو په لاره کې فعال نه شي  اوپه  امنيتي ځواکونو باور پيدا نه کړي  .
متين زياته کړه:  ولسوالان دې بايد   جوماتونو،  کليو  او بازارونو ته لاړ شي  او دامنيتي پوستو په جوړولو دټينګار پرځاى دى  په خلکو کار وکړي چې خلک دا احساس کړي چې تاسې دهغوى  غمخور ياست  .
ده دولسواليو مسوولانو ته  ډاډ ورکړ چې دغه غونډه دهغوي دستونزو او غوښتنو په حل کولو کې نتيجه ورکړي او دولسواليو دامنيتي  برخې نيمګړتياوې به په لومړي ګام کې په ولايت کې  له شتو امکاناتو څخه اوپه دويم  ګام کې په زون کې  له شتو  امکاناتو څخه په استفادې سره او وروسته دمرکزي حکومت په همکارۍ  حل شي.
په پاى کې  دغونډې برخه والو  په ولسواليو کې  په ښه توګه دامنيت دتامينولو لپاره خپلې اړتياوې اوطرحې له يوبل سره  شريکې کړې  اوپه دې باب يې  لازم تصميمونه ونيول.
پاى \ ف\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.