14 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ډاکترعبدالله عبدالله :  دطالبانو دځپلو په موخه  نوي تدبيرونه  نيول شوي دي .

ډاکترعبدالله عبدالله : دطالبانو دځپلو په موخه نوي تدبيرونه نيول شوي دي .

کابل باختر دزمري دوه ويشتمه : دملي وحدت دحکومت اجراييه...

دکابل ښار  دپوهنې رياست  ممتاز زده کوونکي وستايل .

دکابل ښار دپوهنې رياست ممتاز زده کوونکي وستايل .

کابل باختر دزمري دوه ويشتمه : هغه درې تنه ممتاز زده...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پکتیکا کې دوه تنه له وسلو او نشه یي توکو سره يوځای ونیول شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ښرنه باختر د سلواغې ۲ مه
د پکتیکا ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایې چې، د دغه ولایت په ارګون ولسوالۍ کې دوه تنه له چرسو او وسلو سره یوځای نیول شوي دي.
د پکتیکا د امنیت آمر سمونمل عبدالروف مسعود  د باختر اژانس سیمه ييز خبريال ته وويل چې، دغه کسان تېره ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې دپولیسو له خوا نیول شوي دي.
مسعود وویل چې دغه قاچاق وړونکي څه د پاسه لس کیلو چرس او درې ډوله بېلابېلو وسلو سره یوځای د ارګون ولسوالۍ په چانخو سیمه کې نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې نیول شوي کسان د ارګون ولسوالۍ اوسیدونکي دي او دا مهال په امنیې قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي.پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.