21 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پکتيکا کې د سولې له بهير سره یوځای شوی ځوان ووژل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ښرنه باخترد سلواغې ۲ مه
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې نامعلومو وسله والو کسانو يو ځوان په ډزو سره وواژه.
سیمه ييزې سرچینې وايي چې د ظاهر په نامه وژل شوي کس پخوا د وسله والو طالبانو په ليکو کې د سرګروپ په توګه دنده ترسره کوله ،خو په دې ورستيو کې د سولې له بهير سره يوځای شوی و.
يوې سیمه ييزې سرچینې د نوم له نه ښودلو په شرط د باختر اژانس سیمه ييز خبريال ته وویل چې دغه ځوان د مرکز ښرنې په عمبرخېلو کلي کې د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو سره ووژل شو.
د پکتیکا امنيتي مسوولینو هم د دغه سړي وژل تایید کړي،خو د نورو معلوماتو په اړه يې څه نه دي ویلي.پای/وصال

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.