17 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دائتلاف  دځواکونو په هوايي بريد کې شل تنه تروريستان ووژل شول .

دائتلاف دځواکونو په هوايي بريد کې شل تنه تروريستان ووژل شول .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه : دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ...

دځوانانو دچارو معين له ځوانانو څخه وغوښتل چې  په راروانو انتخاباتو کې دې کارنده ونډه واخلي .

دځوانانو دچارو معين له ځوانانو څخه وغوښتل چې په راروانو انتخاباتو کې دې کارنده ونډه واخلي .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دهېواد په بيلابيلو سيموکې د ١١٣ تنو تروريستانو وژل کيدل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې  دريمه :
دهېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دهېواد په بيلابيلو  سيمو کې ګډ عمليات ترسره کړل چې له امله يې ددريو تنو داعشيانو او دوسله والو طالبانو د ډلې ددريو تنوسيمه ئيزو قوماندانو په ګډون  ١١٣ تنه ووژل شول  ٣٦ تنه ټپيان او ٢٠ تنه نور ونيول شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  دهېواد دملي  دفاعي او امنيتي ځواکونو دغه ګډ عمليات چې دتوپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ،  کونړ ، غزني ، لوګر ، پکتيکا ، روزګان ، زابل ، فراه ، فارياب ، بغلان ، نيمروز او دهلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره شول له امله يې دپکتيکا  ولايت دنيکه  ، برملې ، ګياني او دارګون په ولسواليو کې   دوه شپيته تنه ډار اچوونکي  ووژل شول  او  ٢٠ تنه مشکوک کسان ونيول شول او ددښمن څلور موټرونه ،  ١٣ موټرسايکلونه  او يوه اندازه وسله او مهمات  له منځه وړل شوي دي.
دفراه ولايت دپشت رود اوبالابلوک په ولسواليو او ددغه ولايت  په  مرکز کې ديوسف هلمندي او دموسى لالا په نومونو دوسله والو طالبانو دډلې ددوو  تنو سيمه ئيزو قوماندانانو په ګډون ٣١ تنه ووژل شول  او  ١٥ تنه نور ټپيان شول او ددښمن پنځه موټرونه ، يو موټرسايکل او يوه اندازه وسله او مهمات له منځه وړل شوي دي
دهلمند ولايت دنادعلي  او ګرشک   په ولسواليو کې  ٦ تنه  ډار اچوونکي وژل شوي او يوتن بل ټپى شوى دى او دغزني ولايت داندړو  په ولسوالۍ کې  ٤ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي .
دغه راز ددغو عملياتو په دوام دلوګر ولايت دڅرخ په ولسوالۍ کې درې تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي، دننګرهار ولايت  داچين په ولسوالۍ کې  درې تنه داعشيان وژل شوي او يو تن بل ټپى شوى دى او ددښمن يوه قرارګاه له منځه وړل شوې ده دکونړ ولايت په غازي اباد ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو دډلې يو سيمه ئيز قوماندان  وژل شوى او يو تن بل ټپي شوى دى دبغلان ولايت دډنډ شهاب الدين په خلازو سيمه کې دوه تنه ډار اچوونکي وژل شوي او ١١ تنه نور ټپيان شوي دي او دزابل ولايت ددايچوپان اوشاجوي په ولسواليو کې يو ډار اچوونکى وژل شوى او دوه تنه نور ټپيان شوي دي .
  په تيرو څلورو ويشتو ساعتو کې دهېواد په اووه ولايتونو کې اته پلان شوي چاڼيز عمليات اولس خاص عمليات ترسره شوي دي او دهوايي پوځ  الوتکو دملي اردو دځواکونو په ملاتړ اته اتيا الوتنې کړې دي او ددښمن په ځالو يې ځپنده ګوزارونه  کړي دي .    ختم _ عطاالله – اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.