23 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين په کابل کې داروپا داتحاديې  له سفير سره وکتل .

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين په کابل کې داروپا داتحاديې له سفير سره وکتل .

کابل باختر د غبرګولي دويمه : دبهرنيو چارو وارت سياسي معين...

 دترانسپورت  دوزارت وياند: دملي بـس  ٣٥٠ زاړه موټرونه  ترميميږي .

دترانسپورت دوزارت وياند: دملي بـس ٣٥٠ زاړه موټرونه ترميميږي .

کابل باختر د غبرګولي دويمه : دترانسپورت وزارت وياند حکمت الله...

 په کندز  ولايت کې  دورقي تذکرو دويشلو بهير په ښه توګه  پرمخ  ځي .

په کندز ولايت کې دورقي تذکرو دويشلو بهير په ښه توګه پرمخ ځي .

کابل باختر د غبرګولي دويمه : ٣٨٠٠٠ تنه کندزيان تذکرې ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دشهيدانو دکورنيو لاس نيوى او له هغوى سره مرسته يوښه پيل دى چې بايد دوام ومومي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې  دريمه :
دافغانستان داسلامي  جمهوريت  جمهور رييس محمداشرف غني پرون دهېواد د امنيتي او دفاعي  ځواکونو دشهيدانو يوشمير کورنيو ته داستوګنې  داپارتمانونو  کيلۍ ورکړې او په دې ترتيب   له دغو کورنيو سره دمرستې او دهغوى دلاس نيوي په باب دحکومت دژمنو په لاره کې  يو ګام واخستل شو.
  دباختراژانس مفسر ليکي: دهېواد ددفاعي ځواکونوپه شهيدانو پورې اوو اړوندو کورنيو پرون دهېواد له جمهور رييس څخه داستوګنې داپارتمانونو کيلۍ ترلاسه کړې . 
دغو کورنيوته داستوګنې  داپارتمانونو دکيليو ورکول دهغو ژمنو دتحقق په لاره کې يوګام دى چې پخوا دملي وحدت دحکومت مشرتابه دشهيدانو له کورنيو سره دمرستې ، ملاتړ او دهغوى  دلاس نيوي په باب کړې وې .
  جمهور رييس غني ددغو کيليو  په سپارلو سره دهېواد دځمکنۍ بشپړتيا او دملي  او دخلکو دګټو ددفاع په لاره کې  دهېواد د امنيتي  او دفاعي ځواکونو دشهيدانو دسرښندنو  ميړانې ، زړورتيا او قربانۍ  او دغه راز دشهيدانو  دکورنيو دزغم يادونه وکړه
ده ټينګار وکړ چې دڅو کيليو په سپارلو اويا په نورو سوغاتونو سره نه شو کولاى دهېواددبچيانو ميړانه ،  سرښندنه او قرباني چې خپل ټټرونه  يې ډال   کړل او ددغه هيواد دفاع يې وکړه جبيره کړو بلکې دهغو حق او حقوق ډير لوړ دي .
خلک دشهيدانو کورنيو ته د استوګنې داپارتمانونو دڅو کيليو  دسپارلو په باب دحکومت دوروستي اقدام  هرکلى کوي او داکار يوښه حرکت او نيک پيل بولي چې بايد دوام مومي .
جمهور رييس په وار وار ټينګار کړى دى چې دشهيدانو له کورنيو او له معلولينو او معيوبينو سره به مرستې وشي او دولت له هرامکان او فرصت څخه استفاده کوي .  چې خپله  دغه ژمنه عملي کړي خو لاتراوسه پورې هم دهغو ستونزو بار چې دشهيدانو کورنۍ  يې زغمي ، دروند دى  او لاتراوسه پورې  هم هغوى خپل هغه حقوق او امتيازات چې قانون ، دولت  او خلکو ورته ورکړي دي نه دي ترلاسه کړي .
خلک په دې ترڅ  کې چې دجمهور رييس  ددغه حرکت  هرکلى کوي  دهغه دپراختيا او ددوام باندې  ټينګار کوي  او هيله لري  چې دغه شان پروګرامونه په شفافيت  ، عدل او انصاف  سره تعقيب شي ، ځکه دشهيدانو او دهغوى دکورنيو حقوق زيات دي چې بايد اداشي ځکه هغه کسان  چې خپل ټټرونه يې ډال کړل او خپل ژوند يې  قرباني  کړل چې موږ په هېواد کې په هويت سره دژوندانه  فرصت ولرو ، په موږ زيات حقوق لري .  هغه  څه چې دولت ترسره کړل يوښه پيل دي  هيله ده چې دغه انګيزه او دغه مفکوره لازياته پراخه شي  سوداګر او پانګه وال او هغه کسان چې ښه او سوکاله ژوند لري هم په دغه بهير کې  ورګډ شي او ددولت تر څنګ  د اړو کسانو لاس نيوى او له هغوى سره مرسته وکړي .
  ختم+_  عطاالله _ اکرم                                                                

Last modified on Tuesday, 23 January 2018 13:02

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.