21 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دننګرهارپه خوږیاڼوکی دملي اردوسرتیری دوسله والوطالبانوله منګولوآزاد او طالبانوته درنه مرګ ژوبله اړول شوې ده.

دننګرهارپه خوږیاڼوکی دملي اردوسرتیری دوسله والوطالبانوله منګولوآزاد او طالبانوته درنه مرګ ژوبله اړول شوې ده.

کابل باختر دثور ٣٠مه وسله والوطالبانوتیره شپه دننګرهارولایت خوږیاڼيو ولسوالی داعلی...

دهمغږی ګډه ناسته جوړه شوه

دهمغږی ګډه ناسته جوړه شوه

کابل باختر دثور ٣٠مه دکابل جلال آباد اوتورخم لویو لارود امنیت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مجرمينو دنيولو په لاره کې له څارنوالۍ سره د هرات د پوليسو همکاري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دسلواغې ٢٤ نيټه :
د عدالت د تامينولو په لاره کې د پوليسو او څارنوالۍ ترمنځ همکاري زياتيږي.
د هرات ولايت  داستيناف څارنوالۍ له رئيس او غړو سره د انصار د ساحوي زون  د قوماندان  مل پاسوال محمد جمعه عديل په کتنه کې  د دغو قانوني بنسټونو  ترمنځ د همکارۍ د زياتوالي څرنګوالى وڅېړل شو.
د هرات ولايت  د استيناف څارنوالۍ رئيس عبدالحق احمدي د ملي پوليسو اوپه
تېره بيا دکريمنال تخنيک  دعمومي لابراتوارونو مديريت  دکارکوونکو د هلو ځلو او همکاريو له  امله خوښي څرګنده او  د دغه زون له قوماندان څخه يې وغوښتل چې، د کريمنال تخنيک د ټيم او ملکي څارنوالۍ ترمنځ په يوه  جرمي قضيه کې د حل د لارې د موندلو  په لاره کې د همغږۍ لپاره هلې ځلې وکړي.
د انصار د ساحوي زون قوماندان مل پاسوال محمد جمعه عديل د دغه کار هرکلى وکړ او دکريمنال تخنيک مديريت ته يې لازمې لارښوونې وکړې.
د کريمنال تخنيک د ملي لاربراتوارونو د لوى مدير سمونمل ذبيح الله غورځنګ په کاري دفتر کې  په يوه جلا کتنه کې  د دغو ملي لا براتوارونو د فعاليتونو دڅرنګوالي په باب معلومات وړاندې شول او د هرات ولايت داستيناف څارنوالۍ د مسوولينو او د دغه مديريت د بېلابېلو برخو د امرينو ترمنځ د جرمي قضيو د تدقيق  لپاره د اړوندو لورو د زياتې همکارۍ په باب خبرې اترې وشوې.
په پاى کې د عدلي اوقضايي برخو کارکوونکو ته د مسلکي سيمينارونو د جوړولو په باب خبرې اترې وشوې. پاى \ ج\ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.