14 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هرات د نړيوال هوايي ډګر د پراختيا په اړوند خبرې وشوې

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : د ملکي هوايي چلند د خپلواکې...

په فراه کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : دوه تنه وسله وال طالبان پرون...

په بغلان کې اعتراضونه پاى ته ورسيدل

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : د بغلان د زاړه ښار په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

شل تنه داعشيان په ننګرهار کې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دسلواغې ٢٤ نيټه :
شل تنه داعشيان په ننګرهار ولايت کې د يو لړ هوايي او ځمکنيو بريدونو په بهيرکې ووژل شول.
په دغو داعشيانو د تېرو ٢٤ ساعتو په بهيرکې د روداتو ،. هسکې مينې او د اچين په ولسواليو کې بريدونه وشول .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل ؛   چې په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونو کې شل تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل ؛دغه داعشيان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و چې بريدونه پرې وشول.
په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې، په ننګرهار ولايت کې  د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي ځواکونو نن سهار  درې ماينونه د ننګرهار ولايت  له ګڼ ميشتو لارو څخه کشف اوشنډکړل.
د دغو ماينونو  د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
د يوبل خبرله مخې ؛ پوځيان په ننګرهار ولايت کې  د وسلو او مهماتو د څلورو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي.
دغه ډيپوګانې د  کوټ ، هسکې مينې  او د چين  په ولسواليو کې د ډار اچوونکو له پټنځايونو څخه کشف شوي دي.
له دغو ډيپوګانو  څخه يوشمېر سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوي دي.
پاى \ ج \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.