اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دسلواغې ٢٤ نيټه :
اته تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې  له پوځيانو سره  په  جګړو کې  ووژل شول.
دغه  جګړې تېره شپه د لښکرګاه ښار ته څېرمه  او په سنګين ولسوالۍ کې  هغه وخت ونښتې چې پوځيانو د وسله والو  طالبانو په  دوو پټنځيو بريدونه وکړل.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو  يو قوماندان باخترآژانس ته وويل چې، په دې   جګړو کې اته  تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او  يوشمېر نور يې ټپيان شول.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې ، افغان ځواکونه په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو د دوو ډيپوګانو په  کشفولو بريالي شوي دي.
دغه ډيپوګانې د لښکرګاه ښارته څېرمه د وسله والو طالبانو له يوه پټنځي څخه کشف شوي دي.
د هلمندولايت  يو امنيتي مقام وايي  له دغو ډيپوګانو څخه يوشمېر سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي دي.  پاى \ج\ ذ

 

back to top