د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو دوام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دسلواغې ٢٤ نيټه :
د هېواد په ځينو سيمو  د پاکستاني پوځيانو راکټي او توپچي بريدونه  دوام لري.
دتېرو ٢٤ ساعتو په بهيرکې د نورستان ، ننګرهار  او د کونړ د ولايتونو ځينې سيمې  د لسګونو توغنديو  د لګيدو  ډګر وې .خو ويل کېږي په دغو بريدونو کې   د سرزيان نه دى اوښتى.
د هېواد په ختيځ کې  د سرحدي ځواکونو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل   چې، د پاکستاني پوځيانو په نويو راکټي او توپچي بريدونو کې د سر زيان نه دى اوښتى.
ده وړويل ؛  پاکستان له څو کلونو راپه دې خوا  د ډيورند کرښې ته څېرمه د هېواد په ځينو ختيځو سيمو په راکټې بريدونو سره غواړي دغه سيمې  له استوګنې تشې کړي، څو له پاکستان څخه افغانستان د تروريزم  مرکزونه ولېږدوي. پاى\ج\  ذ

back to top