25 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د پیروزي ښارګوټي د کاري پرمختګ څرنګوالي وکوت

جمهوررئیس غني د پیروزي ښارګوټي د کاري پرمختګ څرنګوالي وکوت

کابل باختر د غبرګولي څلورمه د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

په نورستان کې داوو  تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

په نورستان کې داوو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د غبرګولي څلورمه دوسله والو طالبانو په ډلې...

په قندهار کې داتو تنو وسله والو طالبانو وژ ل کيدل

په قندهار کې داتو تنو وسله والو طالبانو وژ ل کيدل

کابل باختر د غبرګولي څلورمه : اته تنه وسله وال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کندز کې د جنايي جرمونو کچه ټيټه شوې ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دسلواغې ٢٤ نيټه :
د کندز ولايت  امنيتي مسوولين  او  اوسيدونکي  د تيرکال په نسبت په دغه ولايت کې د جنايي  جرمونو کچه ټيټه بولي.
د کندز ښار څو تنو اوسيدونکو د باخترآژانس  له خبريال سره په مرکه کې وويل؛  چې د تير کال په پرتله دښار امنيتي حالت  ډير ښه شوى دى  .
دغه خلک وايي  پخوا دوى  په ويرې او ډار سره خپل دوکانونه خلاصول ، خو له يوې مودې را په دې خوا  امنيتي حالت  مخ په ښه  کيدو دى  او کومه ستره  جنايي  پيښه يې نه ده ليدلې .
دوى زياته کړه ؛ که چېرې امنيتي موظفين زياتې  هلې ځلې وکړې   له شک پرته به امنيتي حالت  زيات ښه شي .
په همدې  حال کې د کندز ولايت د امنيې قوماندانۍ  له  جنايي جرمونو سره د مبارزې لوى مدير ويس الدين تلاش وايي  ؛ د روان  کال په بهيرکې  څه ناڅه پنځه سوه تنه  د جنايي جرمونوپه تور نيول شوي دي او پوليس شپه او ورځ د خلکو د امنيت د تامينولو لپاره هلې ځلې کوي.،
دى  په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو د کچې په کمښت کې  د خلکو همکاري  ګټوره بولي . پاى \ج\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.