19 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کابل کې  د نيلاب  رحيمي  کتابتون پرانستل شو

په کابل کې د نيلاب رحيمي کتابتون پرانستل شو

-کابل باختر د زمري اته ويشتمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو...

دافغاني سرې مياشتې عالي ټولنې  دخپلو بشر دوستانه مرستو دويم کاروان غزني ته وليږه .

دافغاني سرې مياشتې عالي ټولنې دخپلو بشر دوستانه مرستو دويم کاروان غزني ته وليږه .

٢٥-کابل باختر د زمري اته ويشتمه : دافغاني سرې مياشتې عالي...

جمهوررئیس غني په کابل کې د بېلابېلو هېوادونو استوګنو سفیرانو سره وکتل

جمهوررئیس غني په کابل کې د بېلابېلو هېوادونو استوګنو سفیرانو سره وکتل

-کابل باختر د زمري اته ويشتمه : د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د رزنج _ قندهار د لويې لارې د امنيت د ښه والي په باب خبرې وشوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دسلواغې ٢٤ نيټه :
د نيمروز او هلمند د واليانو په ګډون  ګډه پوځي غونډه  په زرنج ښارکې جوړه شوه.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې ؛دغه غونډه د نيمروز ولايت د پوځي مسوولينو  د ٢١٥  ميوند قول اردو د قوماندان، د بست  د  ٥٠٥  زون قوماندان   او د هلمند  د ولايتي شورا   د رئيس او غړو په ګډون  جوړه شوې وه، چې  د نيمروز والي  انجينر محمد سميع په خپله پيلېزه وينا کې د دغه ولايت  د امنيتي حالت په باب معلومات ورکړل او ويې ويل   له نيکه مرغه د نيمروز ولايت په ګوټ ګوټ  کې امنيت تامين دى  او  ټولې پوځي اوملکي ادارې فعالې دي.
د نيمروز  والي زياته کړه  د زرنج _ دلا آرام د لويې لارې  په تګلوري کې  د وسله والو مخالفانو له خوا ستونزې رامنځته شوې وې  چې تيره اوونۍ لرې شوې او  حالت   بيرته عادي شو.
د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان  د زرنج _ دلا آرام د تګلوري  د امنيت د تامينولو لپاره د لازياتو تدبيرونو د نيولو خبر ورکړ او زياته يې کړه، دښمن  په زياتو سيمو کې ماتې خوړلې ده  او هيڅکله به بريالى نه شي چې زموږ هېوادوالو ته ستونزې رامنځته کړي.
د ٢١٥ قول اردو قوماندان وويل ؛  امنيتي ځواکونو شپه او ورځ خپلو هلوځلو ته دوام ورکړى دى  څو د خلکو کورونو ته آرامي راوړي او موږ په دې ورځو کې له امنيتي ځواکونوسره  د خلکو د همکارۍ غوښتنه کوو. پاى \ ج\ ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.