19 February 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په نيمروز کې روږدو کسانو ته ليليه جوړيږي

کابل \ باختر دسلواغې ٣٠ نيټه : په نيمروز ولايت کې...

درې ماين ښخوونکي ووژل شول

درې ماين ښخوونکي ووژل شول

کابل \ باختر دسلواغې ٣٠ نيټه : درې تنه ماين ښخوونکي...

د بودا مجسمې  د بيا رغاونې  تخنيکي کميټې غونډه وکړه

د بودا مجسمې د بيا رغاونې تخنيکي کميټې غونډه وکړه

کابل \ باختر دسلواغې ٣٠ نيټه : دبودا مجسمې د بيارغاونې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

روزګاني ولسونه: پښتانه ترهګر نه دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ترينکوټ \ باختر\ د سلواغې د مياشتې ٢٤ مه:
د روزګان ولایت سلګونه وګړي نن د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ په مرکزي څلور لارې کې په دې موخه راغونډ شوي وو، څو د لر او بر پښتنو یووالی وښيي او د ډیورنډ د پولې هاخوا پښتنو سره خپله خواخوږي څرګنده کړي او وښيي، چي پښتانه ترهګر نه دي، بلکې د ترهګرۍ ښکار دي .
دوی پر دولت غږ وکړ، چې په هېواد کې د بریښنايي پیژندپاڼو د وېش لړۍ پیل کړي.
روزګاني ولسونو پاکستان د ترهګرو ځاله او روزنځی په ګوته کړ او له ملګرو ملتونو څخه يي وغوښتل، چې د دغه هېواد پر وړاندې ګامونه اوچت کړي تر څو نړۍ ارامه او هوسا ژوند وکړي.
دوی دغه راز له دولت څخه وغوښتل، چې د ډیورنډ په اوږدو کې د اغزن تار د غځولو مخه ونیسي او لرو بر پښتانه، چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو ته پراته دي، سره یو ځای کړي.
ګډونوالو له وسله والو طالبانو څخه هم وغوښتل، چې له سولې سره یو ځای شي او د خپل هېواد په سمسورتیا کې ونډه واخلي.
په همدې حال کې د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریېس نور محمد ابدالي بریښنايي پيژندپاڼې په هېواد کې د فساد د مخنیوي، په ټاکنو کې د روڼوالي او په هېواد کې د سولي، امنیت او ټیکاو لپاره زیاتې ارزښتمنې وبللې.
هغه وویل، چې برېښنايي پيژندپاڼې به مو په هېواد کې د ګاونډیانو د لاسوهنو مخنیوی هم وکړي.پاى_وصال

 

Last modified on Wednesday, 14 February 2018 05:14

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.