15 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د اسلامي همکاريو دسازمان له سفير سره وکتل

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه : د بهرنيو چارو وزارت...

خبرتيا

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه : تحصيلي بورسونو ته د...

مډال راوړونکي وستايل شول

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه : په سمنګانو ولايت کې مډال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهار کې د طالبانو او داعشيانو د خونړيو نښتو دوام .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې پنځه ويشتمه :
په داسې حال کې چې په ننګرهار ولايت د طالبانو او داعشيانو نښتې دپخوا په شان دوام لري سيمه ييز مقامات په دې جګړه کې د ډار اچوونکو د سر درانده زيانونو  په باب خبرې کوي .
دغه جګړې له يوې اوونۍ  راپه  دې خوا دلعل پورې  ولسوالۍ په ځينو سيمو کې پيل شوې دي  او دپخوا په شان دوام لري .
د هېواد په  ختيځ کې د پوليسو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل  دغه جګړې چې تيره شپه  ونښتې د داعشيانو او د طالبانو  د ډلې  اوولس تنه غړي پکې  وژل شوي دي .
   ده وويل  نښتې،  د دغو دوو ډار اچوونکو ډلو ترمنځ  د واکمنۍ پرسر نښتې دي .
د تيرو څو کلونو په بهير کې  د هېواد ځينې سيمې د طالبانو او داعشيانو ترمنځ د ډيرو خونړيو  نښتو ډګر و .
دغه جګړې  ددې سبب شوې دي چې ملکي وګړو  ته د سر د زيانونو د اوښتو تر څنګ په سلګونو اوسيدونکي له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ شوي دي
  ختم_ سعيده _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.