20 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهار کې له لسګونو اړو کورنيو سره مرسته .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې پنځه ويشتمه :
په ننګرهار  ولايت کې له لسګونو اړو کورنيو سره  د خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه کورنۍ سيمه  ييزې جګړه ځپلې ، بې وزلې او له پاکستان څخه راستنې شوې دي .
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو رييس غلام حيدر فقيرزي  د باختراژانس خبريال ته وويل  چې، په دې پړاو کې له شپږ سوه بې وزلو کورنيو سره  مرسته وشوه .
ده وويل: په دغو مرستو کې اوړه ، غوړي ، دال ، مالګه اوژمنۍ  جامې شاملې دي  چې د خوړو د نړيوال سازمان او دپناه غوښتونکو په چارو کې دملګروملتو د سازمان دکميشنرۍ له خوا برابرې شوې دي .
ويل کيږي  په ننګرهار کې له اړو کورنيو سره د مرستو بهير  دوام لري .
ختم_  عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.