15 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د اسلامي همکاريو دسازمان له سفير سره وکتل

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه : د بهرنيو چارو وزارت...

خبرتيا

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه : تحصيلي بورسونو ته د...

مډال راوړونکي وستايل شول

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه : په سمنګانو ولايت کې مډال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

څوارلس تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې پنځه ويشتمه :
د مسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې پوليسو دهېواد په  ولايتونو او مرکز کې  د نشه يي توکو دقاچاقو په تور څوارلس تنه ونيول .
  د مسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د عدليي او قضايي مرکز  وياند احمد خالد موحد نن له باختراژانس سره په مرکه کې وويل چې، د يوې  ښځې په ګډون  دغه کسان دتېرې اوونۍ په بهير کې د هرات ،پروان ،  ننګرهار ، بادغيس او د جوزجان د ولايتونو او له مرکز   څخه د نورو امنيتي بنسټونو په همکارۍ  د مسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د پوليسو له خوا نيول شوي دي .
له دغو کسانو څخه په ټوليزه توګه څه ناڅه ٧٤٧ کيلوګرامه  هيروئين ، ٧٠٠ کيلوګرامه  مورفين ، ٤١٩ کيلوګرامه اپين ، ٨٠٠ کيلوګرامه چرس ،  ١٠٥ کيلوګرامه کيمياوي توکي ، څلويښت ليتره تيزاب ، دوه سوه شپږ نوي ليتره الکولي مشروبات، اووه زره پنځه سوه هندي کلدارې  ، يولکو دولس زره ايراني تومان ، درې ميله وسلې ، يوسلو پنځه پنځوس ګولۍ ،  اته ليږدونکې واسطې  او اوولس ګرځنده تيلفونونه ترلاسه شوي دي .
په همدې حال کې  د تيرې اوونۍ په بهير کې د مسکراتو او نشه يي توکو پر خلاف  د مبارزې د عدلي اوقضايي مرکز  ابتداييه  محکمې نيول شوي کسان له دوو کلونو او شپږو مياشتو څخه ترشلو کلونو پورې د بند په مجازاتو محکوم کړل  او هم د دغه مرکز داستيناف  محکمې شپږ تنه نور په بيلابيلو تنفيذي بندونو په مجازاتو محکوم کړي دي .    ختم_س عيده _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.