کابل باختر دسلواغې پنځه ويشتمه :
د هرات له مرکزي جيل څخه اته تنه بنديان د جمهوري رياست د حکم له مخې چې د ثور د مياشتې داتمې نيټې په مناسبت صادر شوى و له بند څخه ازاد شول.
د هرات د جيل لوى مدير مل پاسوال حميد الله صديقي وويل: هيله لري چې ازاد شوي کسان نور جرم ونه کړي .
صديقي څرګنده کړه که يوشخص جرم تکرار کړي د فرمانونو او تخفيف څخه به بې برخې وي . ختم_ عطاالله _ اکرم