20 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

فرمان

فرمان

کابل باختر د وږي نهه ويشتمه : دجمهور رييس دځانګړي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په سرحدي پوسته د وسله والو طالبانو ناکامه بريد

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

پارون  \ باختر دسلواغې ٣٠ نيټه :
د هېواد په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو په  يوې  پوستې د وسله والو طالبانو يو بريد ناکامه شو.
په لسګونو تنو پاکستانيو او افغان  ډار اچوونکو تيره شپه  د ډيورند کرښې ته څيرمه  د نورستان ولايت  دکامديش په ولسوالۍ کې دسرحدي  ځواکونو په يوې پوستې  بريدوکړ.
دهېوادپه ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛  د دغې  جګړې  په بهيرکې  نهه تنه پاکستاني او افغان ډاراچوونکي  ووژل شول.
ده وويل يرغلګر  د سر د دروند زيان له زغملو وروسته دډيورند له کرښې اخو تښتيدلي دي.
ويل کيږي  په جګړه کې سرتيرو او د سيمي اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى\ سعيده \ذ

 

Last modified on Monday, 19 February 2018 20:18

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.