20 April 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په فراه کې د طالبانو په سنګرونودپوځيانو خونړي بريدونه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر\دوري دمياشتې ٢٧نيټه :
په فراه ولايت کې  د وسله والو طالبانو په سنګرونو په نويو هوايي بريدونو کې د څلورو تنو پاکستاني  جګړه مارانو  په ګډون شپاړلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
په دغو ډار اچوونکو تېره شپه او نن سهار د فراه ښار او د بالابلوک ولسوالۍ ته څېرمه بريدونه وشول.
د هېواد دختيځ کې دملي اردو يوه  جګپوړي  قوماندان  باخترآژانس ته وويل چې  په دغو هوايي بريدونو کې  د څلورو پاکستاني  جګړه مارانو په ګډون شپاړلس تنه ډار اچوونکي  ووژل شول.
سرچينه زياتوي چې په دغو بريدونو کې د وسله والو طالبانو دوه مرکزونه هم دړې وړې شوي دي.پاى\ ع \   ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.