23 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل\ باختردزمري دمياشتې لومړۍ نيټه : ...

د داعش يو کليدي غړى په جوزجان کې ووژل شو

د داعش يو کليدي غړى په جوزجان کې ووژل شو

کابل\ باختردزمري دمياشتې لومړۍ نيټه : د داعش د...

وسلې او مهمات داياک ته وسپارل شول

وسلې او مهمات داياک ته وسپارل شول

کابل\ باختردزمري دمياشتې لومړۍ نيټه : ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې د امنيت امريت بستونو لپاره ازموينه واخېستل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وري د مياشتې ٢٧ مه د کورنیو چارو وزارت د هېواد په (۳۴) ولایتونو کې د امنیه قوماندانیو د امنیت آمریت بستونو لپاره ازموینه واخېسته. د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: د دغې ازموينې پرمهال لومړی د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوی پاسوال جانان بارکزي، د ښوونې او روزنې په ارزښت خبرې وکړې ویې ویل:"دا چې ښوونه او روزنه د یو نظام اساسي رکن بلل کېږي او پرته له ښوونې او روزنې پرمختګ ناشونی او ستونزمن دی، نو ډېر خوښ یو چې نن د هېواد د (۳۴) ولایتونو د امنیت آمریت بستونو لپاره د ازادو او ناپیلو سیالیو له لارې د ( ۲۰۵) تنو افسرانو څخه د غوره شويو (۱۸۵) تنو مسلکي او ظرفيت لرونکو افسرانو څخه ازموینه اخلو، څو د د دغو کسانو له ډلې څخه (۳۴) تنه مسلکي، پاک نفسه او ژمن کدرونه د ټولنې او خلکو د لا ښه خدمت په موخه اړونده ولایتونو ته وروپېژنو." بارکزي زیاته کړه، له یادو ازادو سیالیو څخه زموږ اساسي موخه د ملکي کدرونو مالومول او د پولیسو په لیکو کې د فساد کلک مخنیوی دی. دغه راز هغه د ازموینې ټولو ګډون والو ته ډاډ ورکړ چې ازموینه به په پوره روڼوالي سره اخېستل کیږي او هیڅ راز واسطه او وسیله په کې نه منل کېږي. ورپسې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال او پېژندوال هم خبرې وکړې او د ازموینې په روڼتیا یې د ازموینې ګډون والو ته ډاډ ورکړ. د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال پاسوال امین الله کریم وویل:"دا چې روزنیزه پانګه د یوې سالمې ادارې او ټولنې لپاره ستره بریا بلل کېږي نو د کورنیو چارو وزارت ژمن دی چې خپل مسلکي او ژمن افسران د ازادو او ناپیلو سیالیو له لارې په دندو وګماري." په پای کې د ازموینې د ګډون والو په استازیتوب سمونمل محمد زمان عیار خبرې وکړې او د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه څخه یې مننه وکړه چې د مسلکي او ژمنو افسرانو د ګمارلو په موخه یې په پوره روڼوالي سره د ازادو او ناپیلو سیالیو پروسه په لاره اچولې ده.پاى_ ذکرالله

Last modified on Tuesday, 17 April 2018 06:50

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.