26 April 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

فرمان

کابل باختر د ثور پنځمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دستر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهار کې نولس تنه داعشيان وژل شوي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوري اته ويشتمه :
د داعشيانو د ډلې  ١٩ تنه غړي دهېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تيره شپه دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې  هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې په نويو بريدونوکې  ١٩ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل  په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت  ددره نور ، بټي کوټ ، هسکې مېنې او د روداتو  د ولسواليو  په مربوطاتو کې د دوى په سنګرونو کې  بريدونه شوي دي.
درارسيدلو خبرونوله مخې   په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څومرکزونه او پټنځي هم له تولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي . 
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په ننګرهار کې د يولړ چاودنو د ترسره کولو لپاره د طالبانو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو  نن سهار د ننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
ددغو ماينونو  دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې پوځيان په  ننګرهار ولايت کې  د اومه مهماتو د يوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي
په دې  ډيپو کې يوه اندازه  سپک او درانده  جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
سيمه يېز مقامات وايي  چې داعشيانو د دغه ډيپو له وسلو اومهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله . ختم_ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.