23 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني په یوه ناسته کې د کابل د لویدیځ عمراني پروژې وارزولې

کابل/ باختر/د تلې د مياشتې ١ د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

مطبوعاتې اعلامیه

کابل/ باختر/د تلې د مياشتې ١ په بهرنیو ژبوباندې د بهرنیو...

مطبوعاتي اعلامیه

کابل/ باختر/د تلې د مياشتې ١ په ایران کې د تروریستي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هلمند کې د طالبانو په سنګرونود هېواد د هوايي ځواکونومرګاني بريدونه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وري اته ويشتمه 
شپږ تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې د هېواد د هوايي ځواکونو د يولړبريدونو په  بهير کې  ووژل شول
په دغو  طالبانو تېره شپه  په داسې حال کې چې ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په  پلان جوړولو بوخت وود لښکرګاه ښار په مربوطاتو کې پرې بريد وشو
د هېوادپه جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل  چې  دهېواد دهوايي  ځواکونو  په دغوهوايي  بريدونوکې شپږ   تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې په دغوبريدونوکې   د طالبانو څو مرکزونه هم  دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان  په  هلمند ولايت کې د  وسله والو طالبانو د جنګي وسايلوديوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپو دلښکرګاه ښار ته څېرمه د طالبانو  له پټنځي  څخه کشف او له هغه څخه يوشمېر سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوي دي . .
په  يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په هلمند کې دطالبانو ديولړ چاودنو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو نن سهار  د هلمند ولايت  دلښکرګاه ښاراو دسنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې څلور  ماينونه کشف اوشنډ کړل .
د رارسيدلو خبرونو له مخې دغه ماينونه دطالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ځاى پرځاى کړى شوي و . ختم_ج  -اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.