20 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات کې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو مخه ونيول شوه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وري  اته ويشتمه :
هغه سړى چې د تروريستي بريدونو د ترسره کولو په مقصد  هرات ته راغلى و ، د دغه ولايت د ملي امنيت د منسوبينو له خوا ونيول شو .
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي چې د دغه ولايت  د ملي امنيت منسوبينو هغه سړى  نيولى دى  چې د تروريستي بريدونو د ترسره کولو په مقصد دغه ښار ته راغلى و .
  جيلاني فرهاد زياته کړه  چې امنيتي اوکشفي ځواکونو  جدي امنيتي تدبېرونه ترلاس لاندې نيولي دي .
د والي وياند وايي  چې ټولو ځواکونو ته  امر شوى دى  چې د هرات  د ښار او د هرات ولايت د ولسواليو د امنيتي حالت د ښه والي په خاطر  زياتې هلې ځلې وکړي .
ده د خپلو خبرو په دوام وويل  چې د هرات سيمه يېزه اداره هلې ځلې کوي  چې د دغه ولايت د مرکز  او داړوندو ولسواليو امنيتي حالت  وڅېړي او ټولې امنيتي انديښنې لرې کړي .
ده  له خلکو څخه غوښتي دي  چې  له امنيتي ځواکونوسره  خپلو همکاريو ته دوام ورکړي .
څو د روان کال  په دوبي کې د هرات ولايت په ګوټ ګوټ کې  بشپړ امنيت تامين شي .
دوه ورځې مخکې هم  په هرات کې يوتن چې غوښتل يې د تروريستي بريد د ترسره کولو په خاطر جومات ته  ننوځي ، ونيول شو . ختم_ ج _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.