20 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

لس ميليونه يورو ليلامېږي

لس ميليونه يورو ليلامېږي

کابل \ باختر\ دغويي د مياشتې ٣٠ مه: مرکزي بانک (١٠)...

د اسلامي نړۍ د عالمانو کنفرانس جوړيږي

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه : د افغانستان د عالمانو د...

 د خپرونکو او کتاب پلورونکو ستونزې وڅيړلې شوې

د خپرونکو او کتاب پلورونکو ستونزې وڅيړلې شوې

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهار کې دپوځيانو دنويو بريدونو له امله ديرش تنه داعشيان وژل شوي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر دوري ديرشمه
ديرش تنه   داعشيان دهېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تيره شپه دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې  هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې په نويو بريدونوکې  ٣٠ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل  په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت  داچين ،.  کوټ ، هسکې مينې  او دربابا دولسواليو  په مربوطاتو کې ددوى په سنګرونو کې  بريدونه شوي دي
درارسيدلو خبرونوله مخې ،  په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې دداعشيانو څومرکزونه او پټنځي له تولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي . 
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانونن سهار دننګرهار ولايت په ګن ميشتو لارو کې  ددريو ماينونو په کشف او شنډولو سره  ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه شنډه کړه .
ددغو ماينونو  دښخولو په اړوند څوک نه دى نيول شوى
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې پوځيان دننګرهار ولايت دهسکې مينې په ولسوالۍ کې  دډار اچوونکو دجنګي وسايلو ديوې ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي .
په دې ډيپو کې  يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
سيمه ئيز مقامات وايي   چې داعشيانو ددغې ډيپو له وسايلو څخه  په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې  استفاده کوله .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.