20 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

لس ميليونه يورو ليلامېږي

لس ميليونه يورو ليلامېږي

کابل \ باختر\ دغويي د مياشتې ٣٠ مه: مرکزي بانک (١٠)...

د اسلامي نړۍ د عالمانو کنفرانس جوړيږي

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه : د افغانستان د عالمانو د...

 د خپرونکو او کتاب پلورونکو ستونزې وڅيړلې شوې

د خپرونکو او کتاب پلورونکو ستونزې وڅيړلې شوې

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهار کې د پوځيانو د نويو بريدونو له امله شل تنه داعشيان وژل شوي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دثور دريمه :
شل  تنه   داعشيان د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې  هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې په نويو بريدونوکې  ٢٠تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت  د روداتو ، هسکې مينې  او دکوټ  د ولسواليو  په مربوطاتو کې د دوى په سنګرونو کې  بريدونه شوي دي.
د رارسيدلو خبرونوله مخې   په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څومرکزونه او پټنځي هم له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي . 
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې،پوځيانونن سهار د ننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې  پنځه ماينونه کشف او شنډکړل
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې،  پوځيانوجلال اباد ښار ته څېرمه د ډار اچوونکو له يو پټنځي څخه د وسلو اومهماتود يوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي .
له دغه  ډيپو څڅه   يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
سيمه يېز مقامات وايي   چې داعشيانو د دغې ډيپو له وسايلو څخه  په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې  استفاده کوله .  ختم_ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.