21 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

طالبان له فراه ښار څخه وشړل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٢٦نيټه :
وسله وال طالبان  له فراه ښار څخه وشړل شول.
په دغې ډلې  پورې اړوندو يرغلګرو پرون  په ډله ييز يرغل سره دفراه ښار ځينې سيمې ونيولې  او دپراخو پوځي  عملياتوپه نتيجه کې دسرددروند زيان په زغملو سره له ښار څخه وشړل شول .
دظفر قول اردو قوماندان  جنرال نورالله قادري باختر آژانس ته وويل  چې پوځيان بريالي شول ښار دډاراچوونکوله شتون څخه پاک کړي.
ده وويل ؛ دطالبانوله شتون څخه دفراه ښار  دپاکولو په عملياتو کې  څه ناڅه درې سوه تنه کورني او بهرني  ډاراچوونکي ووژل شول او په سلګونو تنه نور يې ټپيان شول.
جنرال قادري وايي چې دسيمې  پوځيانو   فراه ته دنويو ځواکونودرسيدو په همکارۍ  دښار په ګوټ ګوټ کې دپلټنې په عملياتو بوخت دي.
دظفر قول اردو قوماندان وايي چې اوس  دفراه ښار په ټولو سيمو کې پوځيان ځاى پرځاى  اوخلکو بيا خپل  عادي  ژوند پيل کړى دى.
په همدې  حال کې  دفراه   دولايتي شورا يوه غړي رسنيو ته ويلي دي چې اوس هم طالبانو دښار په ځينوسيمو کې له پوځيانو سره په  جګړو بوخت دي.
ده  دفراه ښار دپاکولو په عملياتو کې  دطالبانو دسردروند زيان تائيد کړ   خو ويې ويل چې په دې جګړو کې  ٤٠ تنه پوځيان هم شهيدان شوي دي
په فراه ښار   دطالبانو وروستى بريد دخلکو ترمنځ  زيات انتقادونه رامنځته کړي دي .
دوى وايي  په هر ولايت کې دزرګونو پوځيانو شتون او دنړيوالو ځواکونو په ملاتړ سره سره   طالبان  څنګه کولاى شي په آسانۍ سره ښارونو ته ننووځي.
په فراه ښارکې دوروستيو جګړو له امله  په سلګونو کورنۍ بيځايه شوي دي.
پاى\ ج\ ذ


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.