17 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دائتلاف  دځواکونو په هوايي بريد کې شل تنه تروريستان ووژل شول .

دائتلاف دځواکونو په هوايي بريد کې شل تنه تروريستان ووژل شول .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه : دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ...

دځوانانو دچارو معين له ځوانانو څخه وغوښتل چې  په راروانو انتخاباتو کې دې کارنده ونډه واخلي .

دځوانانو دچارو معين له ځوانانو څخه وغوښتل چې په راروانو انتخاباتو کې دې کارنده ونډه واخلي .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په بغلان کې دسيلاونو دراوتلو له امله اووه تنه ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٢٦نيټه :
دبغلان ولايت دمرکز پلخمري ښار کې دسيلاونو دراوتلو له امله اووه تنه ووژل شول او داستوګنې په لسګونو کورونه ويجاړ شول .
دبغلان ولايت له طبيعي پيښو سره دمبارزې رئيس  محمدنصير کهزاد
دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ چې د آهن درې  ، دره خورد ،  دکرکر  اودپلخمري په بېلابېلو ناحيو کې دسيلاونو دراوتلو له امله  دسرزيان او مالي تاوانونه اوښتي دي.
ده وويل ؛  په دې پيښه کې   اووه تنه ووژل شول او  دوه تنه نور ټپيان شول او داستوګنې دوه نورکورونه او سل جريبه ځمکه  اوپه سلګونو څاروي له منځه تللي دي.
ده وويل  دبغلان ولايت له پيښو سره دمبارزې  رياست   له نورو مرستندويو بنسټونوسره  له زيانمن شويو کورنيوسره دشړيو ،  غوړيو او دنغدو پيسو مرسته کړې ده.
پاى \ج\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.